سروبي کې د بېرې نیالګیو قوریه جوړه شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۵:۴۲
سروبي کې د بېرې نیالګیو قوریه جوړه شوې

۹ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې د لومړي ځل لپاره د کابل سروبي ولسوالی کې د بېرې ونې اېښودل کېږي، چې په همدې موخه په دې ولسوالی کې د بېرې قوره جوړه شوې، چې اوسمهال په کې د بېرې نږدې ۱۰۰۰ نیالګي روزل کېږي.
د چارواکو په خبره د سروبي بند ته څېرمه د  مهمندي سيمه کې د بېرې ونې اېښودل کېږي.
د سروبي د کرنې ادارې چارواکو وويل: "دا لومړی ځل دی، چې په لویه کچه د سروبي ولسوالی کې د بېرې ځنګل جوړیږي."
 يادو چارواکو له خلکو وغوښتل چې د یاد ځنګل په ساتنه او روزنه کې کرنې مدیریت سره همکار پاته شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۳:۵۹
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق                                                                     
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د هسکه مېنه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د نورستان کامدېش کې زرګونو کورنیو ته د کوچنیو کرنیزو کاروبارونو د پیاوړتیا په‌پار نغدي مرستې ووېشل شوې

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د«ارارډي‌پي‌او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډدبلیوافپي». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۱۲
Background image

کونړ کې د بروسلوز ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاين پيل شو

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدماتو او څارویو د روغتیا آمریت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو ملتونو د خوړو او. . .

بازگشت