د ننګرهار کانال رياست کې د غصب مخنیوی په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۳:۵۹
د ننګرهار کانال رياست کې د غصب مخنیوی په پار هڅې

٦ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
٧ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې ددې کانال اړوندو ځمکو کې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو په پار خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام د ننګرهارکانال شرکت د رییس مولوي غلام الرحمن کظیم په هدایت د یاد کانال په لسمه ویاله کې ۶۰ هغه کورونه چې د کانال په ځمکه جوړ شوي و ، او يوه اندازه ځمكه د نقشې په کتنه متراژ کړه چې په ترڅ کې يې څه د پاڅه ۱۱۲۶۴۷ متر مربع ځمکه چې غصب شوې وه تثبت شوه، چې په نږدې ورځو کې به د ننګرهارکانال ته بېرته راوګرځول شي.
د چارواکو په خبره اوسمهال د ننګرهار کانال شرکت سلګونه جریبه ځمکه غصبه شوې ده او په اړه يې اړونده ادارو ته لازم اسناد او لیستونه سپارل شوي دي، چې له ښه مرغه په نږدې ورځو کې به یو شمېر هغه ځمکې چې غصب شوي بېرته به راوګرځول شي.
د ویلو ده چې په تېرشاوخوا یوه کال کې شاوخوا ۱۵۰۰ جریبه د کانال ځمکه د غاصبینو له منګلو خلاصه شوې چې اوس پرې بېلابېل رغنیز او نورې پروژې او کرنیز کارونه روان دي.
باید وویل شي، چې د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت