هلمند کې ١١٠ بزګرانو سره د جوارو تخم او کیمیاوی سرو مرستې وشوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۳:۲۳
هلمند کې ١١٠ بزګرانو سره د جوارو تخم او کیمیاوی سرو  مرستې وشوې


۶ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د هلمند دکرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د "DCA"مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت مارجې ولسوالی کې له ١١٠ بزګرو سرم د جوارو تخم او کیمیاوي سرو مرسته وکړه.  
دهلمند ولایت کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې ، د DCA  مؤسسې په مالي همکارۍ د مارجې ولسوالی ١١٠ تنو مستحقو بزګرو سره، چې د سروې او انتخاب چارې یې مخکې بشپړ شوي دي د جوارو اصلاح شوی تخم او تورې سرې مرسته ترسره شوه.
ددې مرستو په لړ کې هر بزګر ته ٢٥ کیلو ګرامه د جوارو اصلاح شوی تخم او ٥٠ کیلوګرامه تور سره شامل دي.
د سروې په لړ کې د ګډې کمېټې لخوا هغه کورنۍ په نښه او انتخاب شوي دي، چې د ټيټ اقتصاد لرونکي ؤ .
د یادونې وړ ده چې یادو بزګرو ته د ښې کرکېلې په اړه عامه پوهاوی هم ورکول شوی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت