اروزګان کې دڅارویود پوستکي ناروغۍپر وړاندې دواکسین کمپاین دویم پړاو پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۱:۳۷

د اروزګان ولایت دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست دملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې (FAO) په همکارۍ د اروزګان په کچه د څارویو دپوستکي ناروغۍ(Lumpy Skin Disease) پر وړاندې د واکسین کولوکمپاین دویم پړاو پیل کړی دی.
په همدی موخه جوړی شوی ناسته کې د اروزګان دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست سربېره یوشمېر نورو چارواکو اودتطبیق کوونکې موسسی (FAO)استازو ګډون کړی وو.
د اروزګان دکرنې ریاست چارواکو په خپلو خبروکې دغه واکسین دکونړ ولایت څارویو لرونکو لپاره مهم وباله اود وترنرۍ څانګی له ډاکټرانویې وغوښتل، ترڅو هڅه وکړي، چې دغه واکسین په سمه توګه تطبیق او ددغه ولایت لیری پرتوسیمو ته یې هم ورسوي.
هېره دی نوی چې دغه واکسین به دیوې نیمې تردوه میاشتوموده کې تطبیق شي، چې دمرکزپه ګډون به ولسوالیوکې هم تطبیق او په ترڅ کې به یې ۹۵ زره غواګانې واکسین شي.
باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د دې ناروغۍ پروړادې د ټول هېواد په کچه د واکسینو کمپاين پیل شوی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت