د پکتیا دکرنې ریاست: ۲۴۰۰ بڼوالو او مالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۶:۳۲
د پکتیا دکرنې ریاست: ۲۴۰۰ بڼوالو او مالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه


۲۸ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارې برنامې اړیکو دفتر په همکارۍ د پکتیا مرکز ګردیز په ګډون احمد ابا، سيدکرم، میرزکه، ځاځی اریوب او څمکنی ولسوالیو پر ۲۴۰۰ بزګرانو د بڼوالۍ او مالدارۍ د اړینو وسایلو مرسته وشوه.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند اړیکو دفتر چارواکی شریف الله ایوبي وايي، چې ياد شمېر اړمن مالداران او بڼوال يې د کرنې ریاست په همکارۍ مخکی سروې کړي وه او یادو بڼوالو هر یوه ته د مېوو او سبو وچولو مختلف وسایل لکه «لاکس ډرایر(  کم لګښته) او سولر ډرایر، زینه، د میوې سبدونه، دمیوې دشکولو آله، د درجه بندۍ سیټونه او لومړني کرنيز وسايل» ورکړل شوي دي.
او همدارنګه د مالدارۍ په برخه کې د یاد دفتر په همکارۍ ددې ولایت د شېدې ټولولو له ۳۶  مرکزونو او د شېدې د پروسس له ۳ دریو لویو مرکزو سره د اړینو توکو مرسته وکړه.
د پکتیا د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر زاهب الله ارسلا  وویل، چې په دغو مرسته شویو توکو کې د شېدې ټولولو ۳۶ مرکزونو هر یوه مرکز ته د شېدې څلور ۵۰ کیلویي ډرمونه، دوه لیکټرو مترونه، یوه ترازو، یومیز، دوه پلاستیکي چوکۍ، سلنډر، ننونکۍ، یو ۲۰۰ لیتره فریزر  او ۲۰۰ امپیر بطرۍ  سره له یوه لمریزه تخته ورکړل شوي دي.
ښاغلی ارسلا دغه راز وویل، چې ددې مرستو په لړ کې د لبنیاتو د پروسس مرکزونو ته دوه عرادې یخچالي موټر چې ۳.۵ ټنه وړتیا لري په ۵۰سلنې ونډې سره  او یو ۱۰۰۰ لیټره فریزر او ترڅنګ یې څلور ۵۰کیلویي ډرمونه، دوه لیکټو مترونه، یوه تله،یومیز، سلنډر او شپږ چوکۍ په وړیا ورکړل شوي دي.
باید وویل شي، چې د شېدې ټولولو دغه ۳۶ واړه او ۳ لوی مرکزنه چې مرستې ورسره شوي دي، د پکتیا مرکز ګردیز او ددې ولایت په احمد آباد، ځاځي اریوب او څمکني ولسوالیو کې فعالیت لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت