د لغمان دولت شاه  کې نږدې ۵۰۰ ښځینه او نارینه ؤ  کروندګرو سره مرستې وشوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۰:۱۸
د لغمان دولت شاه  کې نږدې ۵۰۰ ښځینه او نارینه ؤ  کروندګرو سره مرستې وشوې

٢۷ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د (ABM) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د دولت شاه ولسوالی له ۴۸۱ ښځینه او نارینه ؤ بزرګانو سره د غنمو لوکولو ماشینونو، د غنمو ساتنې په پار کندو او د اچارو، مربا او کلچو جوړولو توکو مرستې کړي دي.
د چارواکو په خبره د دولت شاه ولسوالی ۱۴۰ تنه بزګرانو ته د غنمو لوکولو ماشینونه، ۲۲۱ بزګرانو ته د غنمو ساتنې په پار کندوان او ۱۲۰ ښځینه بزګرانو ته د اچارو، مربا او کلچو جوړولو وسایل وېشل شوي دي.
 دوه تراکتورونه سره د قلبې او بلیډ، دوه ټرالۍ، دوه بار وړونکې زرنج، دوه ګرځنده ژرندې او دوه تریشرونه شامل دي.
په همدې موخه په جوړه شوي غونډه کې د ننګرهار د لغمان دکرنې ریاست چارواکو کروندګرو ته د کرنیزو مرسته شویو وسایلو څخه په سالمه توګه ګټې اخستنې او همداراز د وسایلو د ساتنې په موخه لازمی سپارښتنې وکړې. 
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ، په کور د ننه مېرمنو ته د کار زمینه برابرول او په ټوله کې د میکانیزې کرکیلې دودل دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت