هلمند کې د ځمکو غصب مخنیوی او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۲:۵۲
هلمند کې د ځمکو غصب مخنیوی او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

 د هلمند ولایت دځمکو د غصب مخنيوي او استرداد تخنیکي پلاوی په داسې حال کې ناسته ترسره کړه چې د یاد پلاوي رییس مولوي نظر محمد صدیقي صتر څنګ، د لښکرګاه ښاروال مولوی روحاني، د عدلې رییس مولوی محمدي، مستوفي رابط ، کور او ښار جوړولو چارو رییس مولوی معتصم مولوي، کار او ټولنیزو چارو رییس مولوی مخلص، د امنې قوماندانۍ استازی طلحه، قضایای ام ا رت آمر مولوی معتصم، د ځمکو آمریت استازی انجنیر حمید  او نورو غړو هم حضور درلود.
په دې غونډه کې تخنیکي پلاوی د ګوهرګین تکثیري فارم په اړه ترتیب شوي راپور له هر اړخیزو ارزونو وروسته نهایي او د ځمکو غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته را ګرځولو کمیسون ته ولیږدول.
ورپسې یاد تخنیکي پلاوی په غونډه کې د مراجعینو د هغو عرایضو په اړه چې د ولایت مقام لخوا تخنیکي کمیټې ته محول شوي وو لازم اجرائت ترسره کړل .
تخنیکي پلاوی همدارنګه د هلمند ولایت ښآري، مرافعې او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو لخوا پر راغلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او په اړه یې اصولي اجرائت ترسره شول.
ددې تر څنګ تخنیکي پلاوی د لسګونو انفرادي اشخاصو ستونزې او غوښتنې په مخامخ ډول واورېدې او د هغوی د ستونزو حل په برخه کې یې د اصولو له مخې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت