لغمان کې ۳۰۰  کروندګرو سره مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۲:۵۰
لغمان کې ۳۰۰  کروندګرو سره مرسته وشوه

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د افغانستان د راتلوونکې نسلونو (FGA) مؤسسې په همکارۍ د لغمان د کرنې ریاست تر چتر لاندې د دی ولایت ۳۰۰ بزګرانو سره چې ۵۰ یې ښځینه دي د غلو دانو د ساتنې لپاره کندوان ووېشل شول.
د چارواکو په خبره هر کندو د 1500 کیلو ګرامه غلو دانو ساتنې وړتیالري.
د دوی په خبره تر دې د مخه  یادو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه هم وېشل شوې وه، چې دمګړۍ ورسره د غلو دانو د ساتنې په موخه د کندوانو مرسته ترسره شوه.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ او د دوی د محصولاتو خوندي کول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت