د کرنې وزارت د بشري سرچينو  د رییس پېژند غونډه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۶:۲۰
د کرنې وزارت د بشري سرچينو  د رییس پېژند غونډه

٢٣ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٣ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د امیر المؤمنين د حکم پر اساس، مولوی عبدالولي اتقاني، په دویم بست کې د کرنې وزارت د بشري سرچينو د رییس په توګه تر ګمارنې وروسته دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري له خوا ددې ادارې کارکوونکو ته ور و پېژندل شو.
د کرنې وزارت د بشري سرچينو د رییس په پېژند غونډه کې دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري، مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي او ددې وزارت رییسانو ګډون درلود.
د یاد رییس په پېژند غونډه کې دکرنې وزیر مولوی عطاء الله عمري وویل، چې بشري سرچينې ددې وزارت له مهمو بستونو څخه دی او د زړه حیثیت لري،
مسوولین باید د کار اهل وي او اخلاص ولري،
د بشري سرچينو د رییس په توګه د يو مبارز او مجاهد رییس د پېژندنې هرکلۍ کوم.
مولوی عبدالولي اتقاني د فاریاب ولایت له مجاهدینو څخه دی، چې د جوزجان او فاریاب په ولایتونو کې یې پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي، او تر دې مخکې یې د فاریاب ولایت د مرستیال والي په توګه فعالیت کول.


رییس منابع بشری وزارت زراعت معرفی شد
۲۳ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
به اساس حکم امیرالمومنین، مولوی عبدالولی اتقانی، در بست دوم به حیث رییس منابع بشری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تعین و از سوی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت به کارمندان آن اداره معرفی شد.
در مجلس معرفی رییس منابع بشری، مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری رییسان و مسوولان این وزارت اشتراک نموده بودند.
مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت در معرفی این رییس گفت، منابع بشری یکی از بست‌های مهم این وزارت است و حیثیت قلب را دارد، مسوولین باید اهل کاربوده و  اخلاص داشته باشند، معرفی رییس منابع بشری یک مبارز و مجاهد را خیر مقدم می‌گوییم.
مولوی عبدالولی اتقانی یکی از مجاهدین ولایت فاریاب بوده که فعالیت‌های گسترده در ولایت جوزجان و فاریاب داشته است، پیش از این به حیث معاون والی ولایت فاریاب فعالیت داشت.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۱۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالی کې بزګرانو ته درشقې تخم ووېشل شو

۱۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د جغتو ولسوالی کې پر ۱۰۰ مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۷۳ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۷۳ سره مېښو د. . .

بازگشت