دکرنې او مالدارۍ مرستیال د سمنګان ولایت دکرنې کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۶:۲۳
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د سمنګان ولایت دکرنې کارکوونکو سره وکتل

٢٣ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٣ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې ریاست له چارواکو او کارکوونکو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
 دکرنې او مالدارۍ مرستیال چې د سمنګان ولایت دکرنې عمومي وضعیت ارزولو په پار یاد ولایت ته سفر کړی دی ددې ولايت دکرنې رييس مولوی محمد اسلم تاتاري او د یاد ولایت دکرنې ریاست کارکوونکو سره په کتنه کې د دوی د ستونزو تر اورېدو وروسته اړوندو چارواکو ته د شته ستونزو دحل په پار لازمې لارښوونې وکړې.
 په دې لیدنه کې د سمنګان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مولوی محمد اسلم تاتاري دکرنې او مالدارۍ مرستیال ته د سمنګان ولایت دکرنې ریاست د کارکوونکو وړاندیزونه او د کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړل. 
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.

دیدار معین زراعت و مالداری با کارمندان ریاست زراعت سمنگان 
۲۳ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در جریان سفر به ولایت سمنگان با مولوی محمد اسلم تاتاری رییس زراعت و کارمندان ریاست زراعت سمنگان دیدار کرده و مشکلات شان را استماع نمود.
معین زراعت و مالداری وزارت زراعت که به هدف بررسی وضعیت کلی زراعت و مالداری به ولایت سمنگان سفر کرده است با مولوی محمد اسلم تاتاری رییس زراعت و کارمندان ریاست زراعت آن ولایت دیدار کرده و مشکلات کارمندان آن اداره را استماع نموده و هدایت لازم را به مسوولان مربوطه جهت حل مشکلات شان سپرد.
در همین حال مولوی محمد اسلم تاتاری گزارش فعالیت‌ها و کارکرد های ریاست زراعت را در بخش‌های مختلف به هیئت وزارت زراعت بیان کرد.
در جریان این دیدار معین زراعت و مالداری را مفتی ذاکر الله رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی، انجینیر عبد الغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت ADF، مولوی صدیق الله رییس تصدیق تخم های بذری و مولوی گل حضرت مشاور مین زراعت و مالداری همراهی می‌کردند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۵۱
Background image

د کندهار نېش کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د «ان.آر.سي» مؤسسې په تخنیکي همکاري او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۳۴
Background image

شنې خونې د کندهار د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په پار نوی فرصت؛ ۱۰۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او ۱۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

د میدان وردګو په دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو جغتو او سید آباد کې د همکارو مؤسسو. . .

بازگشت