د کرنیزو زیربناوو ریاست

mail-admin

پيلامه:

د کرنیزو زیربناوو ریاست  د کرنې وزارت اړوند سکټوري ریاستونو سره يو ځای په  موازي ډول  د خوڅښت په حال کې وو او  په ودانیزه برخه  کې د کرنې ا و مالدارئ وزارت د سکټوري برخې د  پراخیتا دنده  پر غاړه لري.

یاده اداره  پخوا د مالي، بشري سرچینو او تخنیکي امکاناتو په درلودلو سره پر دې توانیدلی ده، چې په   حقوقي بڼه   د زیاتو ریاستونو لکه د کرنیزو چارو  ځانګړی ودانیز ریاست، د ودانیز چارو د  ساتنې ریاست،  د کرنیزو او ودانیزو چارو د  تصدی ریاستونو   تر سرلیک  لاندې د هیواد په مرکز  او ولایتونو کې يې  یو شمیر زیربنايي ودانیزې پروژې په خپل وخت  سره پلي او ګټې اخیستنې ته وسپاري  او د جوړیدونکو ودانیزو چارو د پراختیايي پلان مطباق یې بشپړې کړي دي.  

دمګړی دغه اداره په خپل تشکیلاتي چوکاټ کې  د اینجنیری، ډیزاین، د ساتنو  چارو د  براورد څانګې لري .  د  نوموړو برخو کړنې او تر سره کیدونکي فعالیتونه به  د ځآنګړو ادارو لپاره د نویو ودانیو جوړیدو په برخه کې ارزښتناکه  اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

ودانیزې زیربنايي برنامې  د  کرنیزو چارو په اقتصادي پیاوړیتا کې  په پوره ډول سره اغیزه لري او په ټول هېواد کې د کرنیزو ا و مالدرائ چارو ودانیو  رغولو ته  زیاته اړتیا لیدل کیږي.

د ودانیو د رغونې په پار د وزارت په برنامو او پلي کیدونوکو پلانونو کې  دغه لاندې کاري موخې شاملې دي

  • د اړتیا په وخت کې په معیارونو برابره  طرحه، سروې ، ډییزان او براورد کول

  • د زیربنايي ودانیو رغول.

  • د جوړیدونکو ودانیو له کاري جریان څخه  څارنه

د نوموړې ادارې د پرلپسې کلونو په لړ کې د  ودانیزو تر سره شویو خدمتونو د لاسته راوړنو په بخره کې دغه لاندې ودانیز بنسټونه شامل دي.

  • اداري چارو ودانئ

  • د ترویجي یونټونو ودانئ

  • د غلو دانو او د بوټو د ساتنې  ستراتیژیکې زیرمې.

  • زیرمې  او تحویل خانې

  • د نباتي او څارویو د ناروغایو څیړنو، خاورې پیژندنې، د بوټو دساتنې، د مصنعوي القاح او د توکو د کیفیت د کنترلولو څیړنیز لابراتوارنو رغول.

  • د مالدراي او کرنیز فارمونه ( د شاتو مچیو روزلو، غواګانو، چرګانو، د ماهي روزلو او د وریښمو چینچیو ) رغول

  • د شنو خونو او ګلخانو رغول.

  • د سبو او میوو د پروسسولو د مرکزونو رغول

  • د شلټر(خیمو) او سیره جوړونوکو بنسټونو رغول

  • سړو خونو رغول

  • د لبناتو د مرکزونو رغول

  • د څارویو دکلینیکونو او قرانطین مرکزونو او همدا راز د محلي او  فارمی  صحرايي  الوتونکو  (قطن های) د مرکزونو رغول. 

  • ټرینګ سنټر( روزنیز مرکز) رغول

  • اسنټیټیوټ

  • ممیز خونو

  • د کوپراتیفونو د ودانیو رغول

  • تهانه جات

نوموړې  ادارې په  خپل لنډ مهاله  او اوږد  مهاله  پلانونو کې د هیواد د  کرونګرو د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د فارمیکوپراتيفي او سوداګریزو سړوخونو رغونه ځآی پرځای کړې ده  او کاري کړنې  یې د نورو کړنو ترڅنګ دوام لري.