فاریاب ولایت ته دکرنې او مالدارۍ مرستیال سفر 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۵:۳۸
فاریاب ولایت ته دکرنې او مالدارۍ مرستیال سفر 

۲۰ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني بزګرانو او مالدارانو سره د لیده کاته او د دوی د ستونزو هوارولو په پار د ولایتي سفر په لړکې فاریاب ولایت ته سفر وکړ او ددې ولایت والي داملا شعیب رسالت او مرستیال والي مولوی حمید الله ارشاد سره وکتل.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د فاریاب ولایت والي داملا شعیب رسالت سره د کتنې په لړ کې فاریاب ولایت ته د خپل سفر موخه ددې ولایت د کرنې او مالدارۍ عمومې وضعیت ارزونه، د مالدارانو او بزګرانو د ستونزو هوارول او ددې ولایت د کرنې ادارې د ستونزو هوارول وبلل: «فاریاب ولایت ته زموږ د سفر موخه له نږدې څخه د فاریاب ولایت په کچه دکرنې اومالدارۍ سکټور ارزونه ده، او غواړو چې د دوی د ستونزو تر اورېدو وروسته د کرنې وزارت رهبرۍ او د فاریاب ولایت سیمه ییزو چارواکو سره په همغږۍ شته ستونې حل کړو».
په همدې حال کې د کرنې د پراختیا  صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري د فاریاب ولایت والي ته د فاریاب ولایت دکرنې سکټور متشبثینو او پآنګوالو ته د وکالې او برابحې اسانتیاوو ایجادولو په هکله معلومات وړاندې کړل او دایې د فاریاب ولایت دکرنې او مالدارۍ سکټور د ودې لپاره مناسب فرصت وبلل.
د فاریاب والي داملا شعیب رسالت د فاریاب ولایت بزګرانو او مالدارانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار دکرنې وزارت د پور ورکونې برنامو څخه خوښي څرګنده او د کرنې وزارت د هرډول برنامو د پلي کولو او د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو هوارولو په پار د هر ډولو همکاریو ډاډ ورکړ.
ددې سفر په ترڅ کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري، دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.


معین زراعت و مالداری به ولایت فاریاب سفر کرد
۲۰ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به سلسله سفرهای ولایتی جهت دید و بازدید با دهقانان و مالدارن جهت حل مشکلات شان به ولایت فاریاب سفر کرده و با داملا شعیب رسالت والی و مولوی حمید الله ارشاد معاون والی آن ولایت دیدار کرد.
معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در جریان دیدار با داملا شعیب رسالت والی فاریاب هدف سفر به آن ولایت را بررسی وضعیت کلی زراعت و مالداری و حل مشکلات دهقانان، مالدارن و مسوولان زراعت آن ولایت عنوان کرده افزود" هدف از سفر ما به ولایت فاریاب بررسی مشکلات سکتور زراعت و مالداری  در سطح ولایت فاریاب  از نزدیک می‌باشد و می‌خواهیم پس از استماع مشکلات در تفاهم با رهبری وزارت زراعت و مسوولان محلی ولایت فاریاب مشکلات را حل نمایم".
در همین حال انجینر عبدالغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت ADF در مورد ایجاد سهولت ها وکاله و مرابحه برای سرمایه گذاران و متشبثین سکتور زراعت ولایت فاریاب برای والی آن ولایت معلومات اراییه کرده و این را یک فرصت مناسب برای رشد سکتور زراعت و مالداری در ولایت فاریاب دانست.
داملا شعیب رسالت والی فاریاب از برنامه های قرضه دهی وزارت زراعت به منظور فراهم نمودن سهولت برای دهقانان و مالدارن ولایت فاریاب ابراز خورسندی کرده و اطمنیان هرنوع همکاری را جهت تطبیق برنامه های وزارت زراعت و حل مشکلات دهقانا و مالداران سپرد.
در جریان این سفر معین زراعت و مالداری را  مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق دهی تخم بذری، مفتی ذاکرالله رئیس  عمومی مالداری و صحت حیوانی،  انجنیرعبدالغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت یا ADF  و  مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالداری همراهی می‌کنند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت