نن د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو د اوړني نندارتون درېیم او وروستۍ ورځ ده.
د کرنې وزارت په دې نندارتون کې بېلابېل ووچې او تازه مېوې، د مېرمنو لاسي صنایع او کرنیز ماشینونه نندارې ته وړاندې شوي دي. که غواړئ، چې د لوی اختر لپاره ناب وطني ووچې او تازه مېوې وپېری او له تفریحي پروګرامونو څخه خوند واخلئ نو بېړه وکړئ نن چې د نندارتون وروستۍ ورځ دی له نندارتون څخه لیدنه وکړئ او په مناسبه بیه وطني توکي وپېرئ.