دننګرهار رودات کې د نږدې ٩.٥ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۵ - ۱۷:۱۳
دننګرهار رودات کې د نږدې ٩.٥ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي او د «FGA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ  د دې ولایت د  روداتو ولسوالی د حصارک او قلعه میرجی کلیو کې د اوبولګولو په برخه کې د سربندونو او کانالونه د دوو پروژو د بیا رغولو چارې بشپړې او د یوې سترې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال، د یاد ولسوالی سیمه ییزو چارواکو، د «FGA» مؤسسې چارواکو، قومي مشرانو او د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ګډون درلود.
 غونډه کې د ننګرهار د کرنې ریاست مرستیال قاري فضل الرحمن صادق وویل، چې د ٩ میلیونه او ٤ سوه زره افغانیو په لګښت د قلعه میرجی او حصارک کلیو کې ١٠١ متره سربند، ٢٢٧ متره استنادې دیوال، ٣٥ متره کانال په اساسي ډول رغول شوي دي.
 دغه راز ٣٦٤٣ حلقې د اوبو ډنډونه (ترنج) جوړ او خوا او شاه کې یې بوټې کښېنول شوي دي او همداراز ٤٠ کیلو متره کانالونه پاک کارې شوي دي. 
ددغو پروژو په پلي کولو سره نږدې ٢٥٠٠ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د سېلابونو له ګواښه ژغورل شوي دي.
 صادق پر قومي مشرانو غږ وکړ چې د دغو پروژو په ساتنه او مراقبت کې پوره پاملرنه ولري او تخریب ته يې پرې نږدې، 
دغه راز په دې غونډه کې،  د قومي مشرانو لخوا د ننګرهار د کرنې ریاست کړنې وستایل شوې او د کرنې ریاست مرستیال ته يې د هرراز همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت