د هېواد شمال ولایتونو کې د ملخانو آفاتو سره د مبارزې په پار د همکارو مؤسسو له چاراکو سره غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۱ - ۱۲:۵۷
د هېواد شمال ولایتونو کې د ملخانو آفاتو سره د مبارزې په پار د همکارو مؤسسو له چاراکو سره غونډه دائره شوه

۳۱ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ او د کرنې وزارت د یوشمېر چارواکو او د همکارو مؤسسو یوشمېر استازو په ګډون د ملخانو آفاتو سره د مبارزې په پار غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې په کروندو کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې او مخنیوي پر څرنګوالی او دملخانو د مخنیوي تخنیکي لارو چارو او د درملو پر پلي کولو خبرې اترې او د نظرونه تبادله وشوه.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني وویل: «د ملخانو آفات بزګرانو ته ستونزې جوړوي او دا زموږ مسوولیت دی، چې باید مخه یې ونیسو، موږ دخپل امکان ترکچې د هېواد شمال ولایتونو ته درمل لېږلي دي، چې د پلي کېدو په حال کې دي، خو دا بسنه نه کوي، همکارې مؤسسې دې په دې برخه کې مرستې او همکارۍ وکړي.»
دغه راز په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «FAO»، د خوړو نړیوال پروګرام، د  (DCA)، (DAI CAPS)، د آِغاخان بنسټ (AKF) ، د برک مؤسسې او کابل پوهنتون استازو ددې مبارزې پر اهمیت ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې خپل همکارۍ اعلان کړل.
د سمنگان، بلخ، سرپل، بادغیس، بغلان، فاریاب، بدخشان، جوزجان او تخار هغه ولایتونه دي، چې هرکال په کې د ملخانو آفات شیوع کوي او کروندې له منځه وړي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سږکال د کروندو د فصلونو له ودې سره هم مهاله د ملخانو افاتو سره مبارزه پیل کړی دی، اوپه هغو ولایتونو کې چې آفات او حملات ډېر دي د درملو شیندلو کمپاین پیل یې کړی دی.


جلسه‌ای با مسوولان موسسات همکار به‌منظور مجادله علیه آفات ملخ در ولایات شمال کشور برگزار شد
۳۱  حمل ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ای به هدف مجادله علیه  آفات ملخ  به رهبری مولوی صدراعظم  عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  با اشتراک شماری از مسوولان وزارت زراعت و مسوولان موسسات‌ همکار برگزار شد.
در این جلسه روی چگونگی مجادله و جلوگیری از آفات ملخ بر مزرعه‌ها و شیوه‌های تخنیکی جلوگیری از آفات ملخ و تطبیق دوا بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری گفت:" آفات ملخ مشکلات دهاقین است و مسوولیت ما است تا  جلو آن را بگیریم ما به اندازه امکان دوا در ولایات شمال کشور ارسال کردیم و در حال تطبیق است اما این بسنده نیست موسسات همکار در راستا همکاری نمایند."
همچنان مسوولان  (FAO) سازمان جهانی غذا، (DCA)، (DAI CAPS)، (AKF)  بنیاد آقاخان، موسسه برک و پوهنتون کابل به اهمیت مجادله به این مرض تاکید کرده و همکاری خویش را اعلام نموده اند.
ولایت‌های سمنگان، بلخ، سرپل، بادغیس، بغلان، فاریاب، بدخشان، جوزجان، تخار از ولایاتی اند که آفات ملخ همه‌ساله به این ولایات شیوع پیدا کرده و کشتزارها را از بین می‌برد. 
امسال وزارت زراعت، آبیاری و مالداری هم‌زمان با فصل رشد کشت مجادله علیه آفات ملخ را آغاز نموده است، تطبیق کمپاین  دواپاشی در ولایات که بیشترین آفات و حملات را دارد آغاز شده است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت