د لغمان قرغه یي کې پر ۴۶۰ بزګرنو د سبو تخمونه ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۱:۶
د لغمان قرغه یي کې پر ۴۶۰ بزګرنو د سبو تخمونه ووېشل شول

۲۴ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ ددې ولایت پر ۴۶۰ بزګرانو د سبو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
د چاراکو په خبره یاد بزګران لومړی د بزګرانو په ذیعلاقه ګروپونو (CIGs) کې شامل شدي دي او وروسته پرې د سبو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
په وېشل شویو تخمونو کې د «کرم، ګلپۍ، مرچ، بادرنګ، دولمه او ماروګان» تخمونه شامل دي. ددې ترڅنګ پر دوی کیمیاوی سرې هم وېشل شوي دي.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې پر یادو بزګرانو په نږدې راتلونکی کې د سبو او جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشل کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت