دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کونړ والي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۹:۲۶
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کونړ والي سره وکتل

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمدفیضان کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت والي مولوی احمدطه سره په کتنه کې د لرګیو د قاچاق، د ځنګلونو د پرېکولو مخنیوی او خوندیتوب او د غیرقانوني لرګیو د لېږل مخنیوي په پار خبرې وکړې.
دا کتنه، چې د کونړ ولایت په مقام کې ترسره شوه، په کې د استخباراتو لوی ریاست، د کورنیو چارو وزارت استازو او د شنې قطعې قومندان عبدالحلیم یاسین هم حضور درلود.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په خپلو خبرو کې وویل: «موږ د کابینې د پرېکړې او د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء جلالتماب ملا محمدحسن د هدایت پر اساس کونړ ولایت ته سفر کړی دی، ترڅو ووینو چې د لرګیو لېږد او ضبط څنګه ده، که چېرې موږ ډاډ تر لاسه کړو چې نور ځنګلونه نه پرې کېږي او لرګي نه قاچاق کېږي د شته لرګیو د کارونې په پار پرېکړه کوو.»
په دې کتنه کې د کونړ والي په خپلو خبرو کې د شنې قطعې د ځواکونو د زیاتوالی او پیاوړتیا، د اړوندو اداراتو همکارۍ او ددې ولایت خلکو ته د کارزمینې برابرېدو غوښتنه وکړه، ترڅو د ځنګلونو د پرېکېدو مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د ځنګلونو پرېکول او د لرګیو لېږد په مطلق ډول بند شوې ؤ. د لرګیو د یوشمېر سوداګرو او صنعتکارانو د اصرار په پایله کې د امارت له خوا دوی ته اجازه ورکړل شو، چې له غرنو څخه لرګي راټول او د کونړ ولایت دشیګل، څوکی ولسوالیو او استعدآباد په پنځو سیمو کې دې ځای پر ځای کړي. د اسلامي امارت تر ډاد وروسته دوی ته اجازه ورکول کېږي، چې له دغو لرګیو څخه ګټه پورته کړي.


دیدار معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با والی کنر
مولوی بازمحمدفیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سفرش به ولایت کنر با مولوی احمد طه والی این ولایت دیدار و در مورد جلوگیری از قاچاق چوب، قطع و حفاظت از جنگلات و انتقال چوب‌های موجود صحبت کرد.
 این دیدار در مقام ولایت کنر صورت گرفت و در آن نماینده‌گانی از ریاست عمومی استخبارات، وزارت امور داخله و حاجی عبدالحلیم یاسین قوماندان قطعه سبز نیز حضور داشتند.
معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت در صحبت‌هایش گفت:" سفر ما بر اساس فیصله کابینه و هدایت جلالتمآب ملامحمدحسن آخوند رئیس‌الوزراء امارت اسلامی افغانستان صورت گرفته تا ببینیم که روند انتقال و ضبط چوب چگونه‌است، در صورت ای‌که مطمئین شویم دیگر جنگل قطعه نشده و قاچاق صورت نمی‌گیرد در مورد استفاده از چوب‌های موجود ار انبارها فیصله می‌نمائیم".
در این دیدار والی کنر صحبت نموده خواستار تقویت و افزایش نیروهای قطعه سبز، همکاری‌های ادارات ذیدخل و ایجاد فرصت‌های کاری برای مردم آن ولایت شد تا از قطع جنگلات جلوگیری شود.
قابل ذکر است که با پیروزی امارت اسلامی قطع جنگلات و انتقال چوب مطلق بند بود. در نتیجه اصرار تاجران چوب و تعدادی از صنعتکاران چوب که خواستار انتقال چوب‌های موجود در کوها و گدام‌های شان بودند اجازه داده شد تا آن چوب‌ها در ۵ محل مشخص شده در ولسوالی شیگل، ثوکی و شعراسعدآباد انتقال و جابجا شود. بعد از اطمینان امارت اسلامی، اجازه داده میشود تا از این چوب‌ها استفاده صورت گیرد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۵
Background image

دکابل موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې ۶۸۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۱
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ترویج مدیریت له خوا د غنمو د ننداریزو کروندو څارنه

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي مدیریت له لوري، د دې ولایت د صبریو/یعقوبیو ولسوالی د غنمو له هغو ننداریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د چکډېمونو اغېزمنه پایله؛ د اوبو زېرمه او د سېلابونو مخنیوی

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت او طبیعي سرچینو د ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د. . .

بازگشت