د کرنې وزارت لومړنۍ اوړني کرنیز نندارتون د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوې ده.
په دې نندارتون کې د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو ترڅنګ ووچې او تازه مېوې، د مېرمنو لاسي صنایع او د بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل توکي نندارې ته اېښودل شوي دي. دغه نندارتون د چهار شنبې او پنج شنبې په ورځو کې هم د خلکو په چوپړ کې دي.