خوست کې پر ۵۰۰ بزګرانو د کرنيزو وسايلو د وېش لړۍ پيل شوی 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۹:۱۲
خوست کې پر ۵۰۰ بزګرانو د کرنيزو وسايلو د وېش لړۍ پيل شوی 

۱۶ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق 
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د "NAC" مؤسسې په همکارۍ ددې ولايت د مرکز متون په ګډون د ياد ولايت د ګربز او تڼی ولسوالی ۱۵۰۰ کورنيو د کرنيزو وسايلو د وېش لړۍ پيل کړی دی.
د چارواکو په خبره ددې پروسې په لړ کې د خوست مرکز کې پر ۵۰۰ بزګرانو پر هرې بزګر دوه دانې بېلچه، یوه دانه لور، یوه دانه آب پاش، دوه دانې لرګی لاستې،  یوه دانه شانه، یوه دانه کلتپی ووېشل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خوست دکرنې رياست د کرنيزو چارو امر  مولوی اسلم خان منیب،  په خپلو خبرو کې د یادې موُسسې څخه مننه وکړه چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مظلوم ولس لپاره مرستې او همکارۍ کوی او یادې مرستې یې په دې وخت کې د بې وزله بزګرانو لپاره د اقتصادي وضعیت لپاره يو ښه فرصت وبولل.او مستفیدینو څخه یې وغوښتل چې دغه کرنيزو وسایلو څخه تاسو باید د خپلی کروندې لپاره سالمه استفاده وکړئ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت