د هلمند ګرشک کې د نباتي او حیواني درمل پلورنځیو د معیاري کولو په موخه څارنه او ارزونه ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۱:۵۷
د هلمند ګرشک کې د نباتي او حیواني درمل پلورنځیو د معیاري کولو په موخه څارنه او ارزونه ترسره شوه

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پلان له مخې هلمند کې د نباتي او حیواني درملتونونو او پلورنځيو څخه څارنه او ارزونه کېږي.
په همدې موخه ددې ادارې اړوندو چارواکو دغو مراکزو څخه وخت په وخت لیدنې او ارزونې کوي، تاریخ تېر او بې کیفیته درمل راټولوي او په ترتيب سره د یادو درملتونونو مالکانو ته په معیاري شکل لارښونې کوي.
د همدې پروسې په لړ کې د هلمند ګرشک ولسوالی کې د ګډ پلاوي لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، ښاروالۍ، عامې روغتیا استازو او د هلمند د کرنې ریاست سیمه ییز مسؤل رحیمي مولوي صاحب او مسلکي کارکوونکي شامل دي  له ٢٩ بابه نباتي او حیواني درملتونونو او د پلور له مراکزو لیدنې او ارزونې تر سره کړل.
نوموړي پلاوي له بېلابېلو درملتونونو څخه نږدې ۲۴۶ لیتره مختلف النوع حیواني او نباتي تاریخ تېر درمل راټول او په ځانګړي زیرمتون کې ځای پر ځای کړل.
 د یاد پلاوي لخوا  هغه شمېر دوا پلورونکيو ته چې مسلکي وړتیا نلري ددرملو له پلور، د ناروغیو تشخیص، وقايې او په دې برخه کې له هر ډول کار او فعالیت  کولو څخه منع کېږي.
ددې پروسې موخه دادی ترڅو هلمند کې دغه ډول مراکز معیاري او په ټولو شرایطو برابر شي، ترڅو بزګرو او مالدارو ته معیاري او مسلکي خدمات وړاندې شي او د راتلونکو احتمالي خطراتو مخه ونیول شي .

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت