خوست کې د اوبو لګولو د دوو پروژو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۱/۱۱ - ۱۵:۲۱
خوست کې د اوبو لګولو د دوو پروژو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د (TLO) همکارې مؤسسې په همکارۍ په دې ولایت کې د خامې او ماڼۍ کانالونو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خوست دکرنې رییس مولوی محمدزمان عمري او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د خوست دکرنې رییس مولوی محمدزمان عمري وویل، چې خامې کانال ۱۳۷۵ متر اوږدوالی، ۱.۲۰ متره سور او یومتر لوړوالی لري، چې د نږدې ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت رغول شوی دی او ۱۳۲۰ جریبه ځمکه خړوبوي. دغه راز د ماڼۍ د اوبولګولو کانال کانال ۷۵۰ متر اوږدوالی، ۰.۷۰ متره سور او ۰.۸۰ متر  لوړوالی لري، چې د نږدې شپږ نیم میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوی دی او ۱۸۸ هکټآره ځمکه خړوبوي.
د ښاغلي عمري په خبره د خامې کانال څخه ۶۳۰ کورنۍ په نېغه او سلګونه نورې کورنۍ په نانېغه ډول برخمن کېږي دغه راز د ماڼۍ د اوبولګولو کانال څخه ۱۲۰۰ کورنۍ په نېغه او سلګونه نورې کورنۍ په نانېغه ډول ګټه پورته کوي
ښاغلی عمري، یادې مؤسسې له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ له دوی څخه د استنادي دېوالونو، سربندونو، اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او داسې نورو مثمرو او بنسټيزو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د یادو پروژو  په پلي کولو کې یوشمېر کسانو ته د کار زمینې برابرولو ترڅنګ سلګونه جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راغلي دي.
دیادو پروژو د رغولو  موخه د اوبو مدیریت او د بزګرانو ګروندو ته پر وخت د اوبو رسول ښودل شوی دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۰
Background image

کابل کې د امام ابوحنیفه د ملي او نړۍوال نندارتون په پرانیسته کې د کرنې وزیر ګډون

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د امام ابو حنیفه د څلورم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

کندز کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش تر سره شو


۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د «داکار» دفتر په همکارۍ او د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د کندز د مرکز او چهاردرې ولسوالۍ ۱۴۰ تن مالدارانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هلمند نوزاد کې یو چکډېم جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوزاد ولسوالی په غوریانو سیمه کې یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد. . .

بازگشت