کونړ کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۹:۳۹
کونړ کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

 دکونړ د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب سوو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون اړوند، د تخنیکي پلاوی د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام یاد تخنیکي پلاوی دکونړ ولایت مرکز اړوند بوآباد کلي د لچیګلي سیمې ته د سفر په ترڅ کې د ۹۶۴ نمرې کدستري کړنې ۳۰ سلنه پلي کړي دي. 
دغه راز د کونړ دکار او ټولنیزو چارو رییس او د قضایای امارت آمر له خوا چې د تخنیکي پلاوي غړي دي، د ۹۶۶ کدستري قطعې موضوعات و څېړل شول.      
باید وویل شي، چې د کونړ ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۱۶
Background image

دهلمند ولایت کرنې ریاست اړوند څېړنیز فارم کې لسګونه کرنیزې تجربې تر لاس لاندې دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د بولان څېړنیز فارم کې د نوي کال له پیل سره سم بېلابېلې کرنیزې چارې په منظم ډول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د بهسودو لومړۍ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د. . .

بازگشت