د نورستان دکرنې ریاست: د (FAO-GEF7)  پروژې له خوا د نیالګیو اېښودو لړۍ پیل شوی

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۹:۵۱
د نورستان دکرنې ریاست: د (FAO-GEF7)  پروژې له خوا د نیالګیو اېښودو لړۍ پیل شوی

دنورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د ځمکو او ځنګلونو ساتنې تل پاتې مدیریت پروژې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز پارون او واما ولسوالی کې د مېوه لرونکو او بې مېوې ونو نیالګیو اېښودو لړۍ پیل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د نورستان والي الحاج محمدآغا حکیم، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مشر ریچرډ او ددې ادارې د ختیځ زون دفتر مشر خوشحال آصفي او د نورستان دکرنې رییس سلمان ایمن حضور درلود.
په دې غونډه کې د نورستان والي وویل، چې د نورستان د خلکو ژوند پر کرنه اومالدارۍ ولاړ دي او اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل، چې ددې ولایت له بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو سره د هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ترڅنګ دوی ته د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره واچوي.
د نورستان والي په خپلو خبرو کې وویل، چې باید د نورستان ولایت اقلیمي شرایطو ته په کتو دې ولایت ته نیالګي ولېږدول شي.
په همدې حال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) مشر ریچرډ نورستان کې د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې په موخه پنځه کلنه پروژه اعلان کړ، چې ورسره به د ځنګلونو د پرېکېدو د مخنیوي ترڅنګ د ځنګلونو پراختیا ته زمینه برابره شي.
د یادونې وړه ده، چې د نیالګیو کېنولو په دې لړۍ کې به د نورستان ولایت مرکز پآرون او واما ولسوالی کې ۱۳۷ زره مېوله لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د بهسودو لومړۍ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې تر. . .

بازگشت