هلمند کې تر فتحې مخکې د وېشل شويو ځمکو د ارزونې لړۍ پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۹:۳۵
هلمند کې تر فتحې مخکې د وېشل شويو ځمکو د ارزونې لړۍ پیل شو

۳ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د شفاهي هدایت او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رسمي حکم په اساس، ټاکل شوې ده، چې په هلمند ولایت کې د ا.ا.ا تر فتحې مخکې د وېشل سويو ځمکو ارزونه ترسره شي.
په همدې موخه د هلمند ولایت مقام سره په همغږۍ، په دې ولایت کې د یادو ځمکو د ارزونې چارې په عملي ډول پیل شوي دي.
 یاده پروسه د هلمند د ولایت مقام، علماؤ شورا ، کرنې ریاست او امنیې قوماندانۍ د ګډو استازو په ترکیب سره د درېوو کاري ګروپونو لخوا ترسره کېږي چې په سیمو کې د وېشل شويو او پاتې امارتي ځمکو د ثبت او راجستر لړۍ پکې شامله ده.
په همدې موخه دهلمند د ولایت مقام، علماؤ شورا، د کرنې ریاست، او امنیې قوماندانۍ د استازو لخوا د زاهد مولوي صاحب په مشرۍ د مارجې او نادعلي  ولسوالیو له ګڼو سیمو څخه لیدنې او ارزونې پیل شوي دي. په یاده سيمه کې د سیمې له مشرانو، علماء کرامو او ګڼو ولسي وګړو سره د ناستو تر څنګ، د سیمو خلکو ته د ګډ پلاوي لخوا د پروسې په اړه معلومات ورکول کېږي.
په دې پروسه کې به د ورکړل شوو ځمکو د اسنادو سقم او صحت، د ځمکې د ورکړې مراجع او مستحقین، پاتې ځمکې او د څړځايونو څېړنه او ارزونه ترسره کېږي. 
یاد پلاوی به د مشرتابه د هدایت مطابق ټولې هغه ځمکې چې په قانوني ډول یتیمانو، معیوبینو او بې ځمکو کورنیو ته وېشل شوي د اسنادو او سوابقو له مخې توحید او په ځانګړو جدولونو کې ورسوي، ددې ترڅنګ د پاتې امار-تي ځمکو احصائیه او ارقام به هم ترتیب او له توحید څخه وروسته عالي مقاماتو ته وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

کندهار کې د بزګر او مالدار ورځې په مناسبت ځانګړي پروګرامونه ترسره شول؛ د ۱.۳ میلیونه ډالرو پراختیایي پروژې لاسته راوړنې شریکې شوې

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې «یوان‌اوډي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

د کندهار ارغستان کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالی په «میوو» سیمه کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو یو چکډېم، د بشپړې تخنیکي څارنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۵
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو. . .

بازگشت