ننګرهار کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۰:۱
ننګرهار کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) د آبادۍ پروژې په مالي او د «DRC» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ  د دې ولایت د اچین په ولسوالی کې د کروندي د اوبخور په موخه د اوبولګولو د یوې پروژې د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د چارواکو په خبره ددې پروژې ټولیز لګښت ۷.۲ میلیونه افغانۍ ده، چې په ترڅ کې یې د اچین ولسوالی د باندر لوی کلي کې د 26 متره په اوږدوالي د اوبو سربند، 107 متره ویالې، 73 متره استنادی دېوال او 3 واړه چیک ډیمونه  په اساسي ډول رغول شوي دي. 
 ددې پروژې په بشپړیدو سره 850 جریبه کرنیزې ځمکې ته د ابوخور زمینه برابره شوې ده.
د چارواکو په خبره د یادې پروژې د پلي کولو په لړ کې ۲۹۳ ځآیي اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او له دې پروژې څخه نږدې درې زره کورنۍ برخمنې شوي دي.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکو قومي مشرانو ته سپارښتنه هم وکړه، او زیاته یي کړه چې د رغول شوو پروژو څخه باید په سمه توګه ساتنه او مراقبت وکړي.
یادو چارواکو خلکو ته ډاډ هم ورکړ چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي تر څو د همکارو برنامو او موسساتو پر مټ بزګرانو او مالدارانو سره ښي مرستې ترسره کړي، او د بشري مرستو تر څنګ پرمختیايي پروژی هم پلي کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت