د هلمند دکرنې رییس د العزم ۲۱۵ قول اردو له قومندان سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۹:۵۲
د هلمند دکرنې رییس د العزم ۲۱۵ قول اردو له قومندان سره وکتل

د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نظر محمد صدیقي د خپل کار  په دفتر کې د العزم ۲۱۵ قول اردو  قوماندان الحاج مولوی شراف الدین تقي سره وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې د هلمند دکرنې رییس ښاغلی تقي ته د ادارې اړوندو چارو، د ځمکوالو د ستونزو هوارولو، د کرنې سکتور د ودې او پراختیا او بېلابیلو برخو کې د ترسره شوو او تر لاس لاندې چارو په هکله معلومات ورکړل.
په یاده ناسته کې دواړو لوریو د چارو د ښه همغږۍ په موخه ددې ولایت ځمکوالو، بڼوالو او مالدارانو ته د ښو چوپړونو وړاندې کولو برخه کې یو بل ته  د مرستو او  همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت