لغمان کې د شولو د ۸۰ ننداریزو قطعو پر بزګرانو توره او سپینه سره ووېشل شوه
۱۳ زمری ۱۳۹۸
د لغمان دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له خوا د یاد ولایت په مرکز مهترلام او ددې ولایت په الینګار، علیشنګ او قرغه یي ولسوالیو کې دکتار په ډول دشولو دعصري کرکېلي د ترویج په موخه د شولو ۸۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي دي، چې ددغو ننداریزو قطعو د ښې ودې په پار د شولو د ۸۰ ننداریزو قطعو پر بزګرانو توره او سپینه سره وېشل شوې ده.
د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وایي، چې ددغو ننداریزو قطعو پر بزګرانو ۱۰۴۰ کیلو ګرامه توره سره، ۱۶۸۰ کیلوګرامه سپینه سره، رسۍ، متر، مالګه، د کارخولۍ او د هرزه ګیاوو د مخنیوی په بار پوش ویډر وېشل شوي دي.
ښاغلی خوشحال وایي چې، یادې ننداریزې قطعي بزګرانو ته دکتار په ډول دشولو کرلو نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړې شوي، چې په هره ننداریزه قطعه کې بزګرانو ته د شولو کرکېلي او تولید په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکول کیږي. د خوشحال په خبره، چې په دې بڼه د شولو کرکېله د شولو حاصلات له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي.
باید وویل شي، چې تېرکال په لغمان کې د شولو ۷۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي وې، سږ کال هم ۸۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي دي، چې د یادو ننداریزو قطعو له لارې کابو ۸۸۰ نور بزګرانو ته هم په عصري بڼه د شولو د کرکېلي د روزنې زمینه برابره شوې ده.