لغمان کې دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوی ۲۹ مه غونډه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۹:۴۹
لغمان کې دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوی ۲۹ مه غونډه

لغمان ولایت کې دامارتي ځمکو دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی خپله ۲۹ مه غونډه ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ دده په کاري دفتر کې ترسره کړه. 
د غونډې په پیل کې د لغمان دکرنې رییس او د تخنیکي پلاوی مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا او تیرې غونډې دپریکړو ارزونه وکړه. مولوي محمد ولي محسن وویل:«کومې غصب شوې ځمکې چې  له تثبیت او تشخیص څخه پاتي باید ددې ځمکو په تفکیک کولو کې خپلې هڅې لا پسې کړندۍ کړو ترڅو امارتي ځمکې له غصب څخه خلاصې شي.»
د غه راز د تخنیکي پلاوي غړي داحصایي او معلوماتو ریاست تعمیرباندې د جوړې شوې ودانۍ د ځمکې دتثبیت او تشخیص په موخه ددې ریاست له رئیس مولوي عبدالحی حقاني او د دې ځمکې دعوه لرونکو دوه تنو اشخاصوهریو شکرالله او شفیق الله سره وکتل په دې کتنه کې دنوموړي ریاست له مسؤل او دعوه لرونکو اشخاصو څرګندونې تخنیکي هیئت واوریدلې او همداراز یې  یوشمیر اړینې پوښتنې او د ځمکې په تړاو دواړو خواؤڅخه د قانوني اسنادو غوښتنه وکړه.
همداراز د کمیسیون غړو د قرغیو ولسوالی د سرخکانو دسیمې د 86 جریبه امارتي تثبیت شوې ځمکې څو تنو دعوه لرونکو اشخاصو سره وکتل په دې کتنه کې نوموړو اشخاصو په دې اساس  دځمکې د ذوالید خپلولو غوښتنه کوله چې دوي یوه عریضه مرکزي اختصاصي محکمې ته څه وخت وړاندې کړی وه چې یادې محکمې یې پر وړاندې موضوع دلیک په زریعه پرته له کومې څیړنې او کاري  ارتباط څخه د نوموړی ځمکې دتصرف نه کولو حکم ریاست زراعت  ته په کې کړی وه چې تخنیکي پلاوی مسؤلینو نوموړو ته وویل چې دیادې ځمکې دوسیه په استیناف محکمه کې تر غور لاندې  قرار لري ددې محکمې د حکم په اساس به ځمکه دولتي یا شخصي ثابته کیږي او د اختصاصي محکمې  دلیک په هکله به تخنیکی هیئت له اړونده قاضیانو سره له نیږدې وګوري او د امارتی ځمکې پورې مربوط اسناد بالخصوص دقرغیو ولسوالۍ ابتدایه محکمې د ذوالیدي قضایي قرار چه دامارت په قدیم ذوالیدی یې صادر کړی اومدعیون یې خارج د ذوالیده ښودلي او همداراز دوي ته وویل شو چې ددې موضوع د فیصلې یوازینۍمرجع د استیناف محکمه ده هلته لاړ شئ او د موضوع پوښتنه وکړئ.
په ورته وخت کې د لغمان ولایت د ځمکي غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي د سلطان غازي بابا ښارگوټي اړوند د بلند منزلو دځمکې متصرفواشخاصو او د دې ځمکې له مالکینو سره وکتل ددې کتنې په پایله کې متصرفو اشخاصو دا ومنله چې ځمکه د ښاروالۍ ریاست له خوا دبلند منزلو جوړولو لپاره توزیع شوې او مالکین د ځمکې په حقه دي په دې اړه پریکړه وشوه او اقرار خط له متصرفو اشخاصو څخه واخیستل شو چې دوي به دا ساحه تخلیه کوي او ځمکه به مالکانو ته ور سپاري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

بازگشت