اروزګان کې د سمسور افغانستان تر عنوان لاندې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۵:۵۱
اروزګان کې د سمسور افغانستان تر عنوان لاندې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

۲۱ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت مرکز ترینکوټ سولې پارک څخه د سمسور افغانستان تر عنوان لاندې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شوی دی.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی عبدالصمد مقبول، د ارزوګان ښاروال مولوی محمدرفیق هنر، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریشي، د چاپېریال ساتنې رییس مولوی خلیل الله عمري، د اروزګان دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر مولوی عبدالمنان فاروقي او یوشمېر نورو چارواکو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی ؤ.
ددې کمپاین په ترڅ کې به د اروزګان ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرګونه نیالګي کېښودل شي.
باید وویل شي، چې دکرنې وزارت له خوا هر کال د کب په میاشت کې د نیالګيو اېښودلو ملي کمپاین پیلېږي، چې په ترڅ کې یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې میلیونونه مثمر او غیر مثمر نیالګي اېښودل کېږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست سږکال هم څه باندې دوه میلیونه نیالګي تولید کړی دی او ترڅنګ یې د قوریه لرونکو ټولنې او مؤسسې هم څه باندې ۳۲ میلیونه نیالګي تولید کړي دي او ټآکل شوې ده، چې په ۱۴۰۲ یم کال کې به کېښودل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت