کونړ کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۵:۳۹
کونړ کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

کونړ کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دام د کونړ د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي  د۱۳۵۵کال کدستري نقشو له مخې د(۶۷۰)(۶۷۱)(۶۷۵)(۶۷۸) (۶۶۶)او(۶۲۰) نمبرکدستري سلطانی قطعو عملا تطبیق شو او اوسني کارونه بشپړ او د اشخاصو له ملکیتونو څخه جدا او د حد فاصل پخاطر په نښه شوي. دغه راز  په کاري سیمه کې د پلاوي د مسلکي غړو لخوا (۶۶۶) او(۶۲۰) نمبر کدستري سلطاني قطعو پاتي متصرفو اشخاصو څخه د يادو ملکیتونو په اړه د اسنادو غوښتنه وشوه.
باید وویل شي، چې د کونړ ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت