اروزګان کې په شنوخونو کې د کرکیلي په پار یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۱۵:۱۸
اروزګان کې په شنوخونو کې د کرکیلي په پار یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۴ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ریاست اړوند د سبو او نباتاتو ساتنې تخنیکي او مسلکي ټیم ددې ولایت د مرکز ترینکوټ په سرشخلي سیمه کې کروندګرو ته په شنوخونو او پلاستیکي سبو او نباتاتو دکرکیلي، ناروغیو کنټرول او پالنې په هکله روزنه ورکړی دی.
ددې روزنیز پروګرام موخه د بزګرانو روزل او په ټولو وختونو کې تازه سبو او ترکاریو ته دخلکو لاس رسی دی.
له دې برنامې څخه برخمن شوي بزګران خوښ، چې دوی داسې روزنیزې برنامې په لاره اچول کېږي دوی وویل: «داسې روزنیزې برنامې بزګرانو ته ډېر ګټور تمامېږي او د دوی د حاصلاتو په زیاتوالی او عوایدو په لوړولو کې ډېر زیات رول لري.»
د اروزګان دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د دې ولایت د بزګرانو او مالدارانو د پوهې کچه لوړ او د دوی د حاصلاتو او عوایدو زیاتولو ته زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت