هلمند کې د کرنیزو درمل پلورونکو او کاروباریانو مرکزونو معیاري کولو په موخه د جوازونو وېش لړی پیل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۱۵:۱۴
هلمند کې د کرنیزو درمل پلورونکو او کاروباریانو مرکزونو معیاري کولو په موخه د جوازونو وېش لړی پیل شوه

۱۳ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  لخوا په دې ولایت کې د نباتي درمل پلورنځیو د معیاري کولو په موخه پر شرایطو برابرو کسانو ته د کار کولو جوازونه ورکول کېږي.
په همدې موخه ددې ولایت د کرنې ریاست لخوا یوه ګډه کمېټه ټاکل شوې ده، چې مشري ېې ددې ریاست مرستیال مولوي زین الله زاهد په غاړه ده تر څنګ یې د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټیو ساتنې مدیریت مدیر  ماسټر نجیب الله حکیمي او اړونده کارکوونکي شتون لري. 
د یادې کمېټې لخوا هلمند کې ټول  نباتي درملتونونه د کرنې  وزارت د ځانګړې تګلارې له مخې په فني او مسلکي ډول را جوړېږي، ترڅو باکیفیته خدمات وړاندې شي، د غیر مسلکي کسانو، بې جوازه کاروباریانو او تر وخت تېر او بې کیفیته درملو مخه به هم ونیول شي.
دهلمند د کرنې ریاست هڅه کوي چې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره د هر ډول مرستې او همکارۍ زمینه برابره کړي ترڅو په دې برخه کې ځمکوال او بڼوال د بهبود پر لور ولاړ شي او له دې لارې د باکیفیته خدمتونو څخه برخمن شي. 
د یادولو ده، چې په هلمند کې نږدې ۱۱۷ بابه حیواني او نباتي درملتونونه موجود دي چې تر دې مهاله یې د هلمند د کرنې ریاست یوشمېر پر شرایطو برابرو مراکزو ته د کار جوازونه ورکړی دی او د پاتې نورو کسانو لپاره هم د طرزالعمل مطابق جوازونه ورکول کېږي.
ددې پروسې موخه هلمند کې د یاد مرکزونو معیاري او په مسلکي شرایطو برابرول، ترڅو بزګرو او مالدارو ته معیاري او مسلکي خدمات وړاندې او په راتلونکي کې د غیر مسلکي اشخاصو او نورو  احتمالي خطراتو مخه ونیول شي .

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت