د پکتیکا جاني خېل او مټاخان ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۱۲:۳۳
د پکتیکا جاني خېل او مټاخان ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۱۳ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره ولایتي کمېټې رامنځ ته او په کار يې پیل وکړ، دا کمېټې د امنیتي او قضایي ارګانونو په ګډون لس غړې لري، چې مشري یې د ولایتونو دکرنې ریاست پر غاړه لري او دنده یې د ولایت په کچه د دولتي ځمکو څخه د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی دی.
په همدې موخه د پکتیکا ولایت لپاره د دې کمېټې مشرتابه او غړي وايي، چې د دولتي ځمکو د تثبیت پروسه یې په مرکز او ولسوالیو کې پيل کړې چې تراوسه یې زرګونه جریبه امارتي ځمکه تثبیت او له غصب څخه خلاصه کړې ده.
د پکتیکا دکرنې رییس چې د غصب څخه د مخنیوي کمېټې مشري پر غاړه لري وویل، د دوی د کمېټې د کار له پیله را وروسته د پکتیکا مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې تر دا مهاله زرګونه جریبه ځمکه امارتي تثبیت او له غصب څخه ژغورلي دي.
د ده په وینا تیره ورځ هم د دې کمېټې مشرتابه او غړو د پکتیکا د جاني خېل او مټاخان ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه نیولی دی. 
د پکتیکا په ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې چارواکي وايي، چې د افغانستان اسلامي ام.ارت  د ا.م.ارتي ځمکو د ساتنې په برخه کې ډېر جدي دی او هیچاته به اجازه ور نکړي چې له خبردارۍ سره سره بیا هم دولتي ځمکې غصب کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت