د پکتیکا ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې هلې ځلې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۹:۳۵
د پکتیکا ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې هلې ځلې

پکتیکا ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه خپله درویشتمه غونډه ددې ولایت د خیرکوټ ولسوالی په مقام کې دائره او پر هر اړخیزو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
دغه غونډه، چې د پکتیکا دکرنې او د تخنیکي ټیم رییس په مشرۍ دائره شوې وه په کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم غړي او د یادې ولسوالی سیمه ییزو چارواکو شتون درلود.
په دې غونډه کې د پکتیکا دکرنې رییس د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم دکړنو په هکله د خیرکوټ ولسوالی چارواکو ته معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: «ددې ټیم دنده داده، چې امارتي ځمکې له غاصبینو خلاص کړي، هغه که د هرارګان اړوند وي، زموږ راتک ستاسو ولسوالی ته په همدې موخه ده، چې د کرنې مدیریت تر مشرۍ لاندې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم جوړ کړو، او ستاسو څخه مې غوښتنه داده، چې له دې ټیم سره هر اړخیزې همکارۍ وکړئ.»
ورپسې د پکتیکا دعدلیې رییس په خپلو خبرو کې وویل، چې هر چاچې په خپل سر ځمکې تصرف کړی وي او کوم شرعي اسناد ورسره نه وي هغه دې د دې ځمکې معلومات له یاد ټیم سره شریک کړي.
په همدې حال کې د دې ولسوالی چارواکو د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې رییس او غړو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت