د ننګرهار کانال ریاست کې د مالدارۍ سکټور د ودې په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۹:۳۲
د ننګرهار کانال ریاست کې د مالدارۍ سکټور د ودې په پار هڅې

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نورو سکټورونو ترڅنګ د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې د مالدارۍ سکټور د ودې او پراختیا لامل شوی دی.
په همدې موخه د ننګرهار کانال ریاست په اډانه کې د مالدارۍ فارمونه فعالیت لري، چې دورځې نږدې ۳۵۰ لیټره تازه شېدې تولیدوي.
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست د مالدارۍ فارم د هډې فارم په ۱۷ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده، چې په کې ۲۳۸ څاروي ساتل کېږي او په کې غواوې، خوسکیان او غویان شامل دي، چې له دې دلې له ۴۰ غواګانو څخه د ورځې تر ۳۵۰ لیټره تازه شېدې ترلاسه او بازار ته وړاندې کېږي.
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د مالدارۍ فارم د پراختیا په پار هلې ځلې کوي، چې وسره به ددې ریاست د عوایدو کچه لوړ او هېوادوالو ته باکیفیته لبنیات برابر شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت