د هلمند مارجې ولسوالی کې پر ۵۰ بزګرانو کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۵:۴۱
د هلمند مارجې ولسوالی کې پر ۵۰ بزګرانو کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له خوا  د ډاکار(DACAAR) مؤسسې په مالي همکارۍ د مارجې ولسوالی ٥٠ تنو بزګرو ته چې مخکې ورته د سبو  پسرلني اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي وو په تعقیب یې یادو بزګرو ته کیمیاوي سرې هم ووېشل شوې.
د یادو مرستو په لړ کې هر بزګر ته  ٥٠کیلوګرامه سپینه او ٢٥کیلوګرامه توره سره  ووېشل شوه.
د یادو مرستو ترلاسه کولو  پر مهال بزګرو خوښي وښوده، چې د پسرلنیو سبو د تخمونو تر څنګ یې کیمیاوي سرې هم ترلاسه کړې.
په ورته وخت کې د مارجې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مسوول بزګرو ته سپارښتنه وکړه، چې ترلاسه شوي کیمیاوي سرې د خپلو پسرلنیو سبو په کروندو کې وکاروي تر څو د قناعت وړ حاصلات ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت