د روزګان چوره ولسوالی کې نږدې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۴:۰
د روزګان چوره ولسوالی کې نږدې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه

د روزګان  کې د امارتي ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي، ددې ولایت د چورې په ولسوالی کې دوه زره  جریبه اماراتي ځمکه تثبیت کړه. یاده ځـمکـه له غصب څخه خـلاصـه اوپـرجــوړي شـوي ودانـۍ او آبـادۍ ټولــي تخــريـب کــړي اويـاده ځمکه دچــوري ولســوالـی دکرنې مدیریت ته وسپارل شوه.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په روزګان ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت