د خوست دکرنې ریاست: سکټوري غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۰:۹
د خوست دکرنې ریاست: سکټوري غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې

د خوست ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې له سکتوري رياستونو او همکارو برنامو سره سکتوري غونډه د ياد رياست د رییس قاري  عبدالصمد محمدي  په مشرۍ ترسر ه شوه، چې پکې د سينديزې حوزې استازی، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست استازی، د ولايت مقام او اقتصاد رياست استازو، د کرنې رياست آمرينو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» د پاملرنې، اړيکو دفتر، سولې ريښې، هیلتو، د ژغورنی نړیواله کمیټه،  نارویژن ولایتي چارواکو او د ځمکې او ځنګلونو د‌ تلپاتې مدیریت پروژو مسؤلينو ګډون کړي وو.
د غونډې په پیل کې ښاغلي محمدي په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته راتلونکی پسرلي کې د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نیالګیو پر اېښودلو د خبرې ترڅنګ د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل چې کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي محمدي زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د غونډې په پای کې ښاغلي محمدي د همکارو برنامو مسئولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت