دکرنې وزارت د راتلونکی کال د بودیجې چمتوکولو د همغږۍ غونډه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۵:۵۱
تدویر جلسه هماهنگی تهیه بودجه سال آینده وزارت زراعت

۲۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ او ددې وزارت د یوشمېر رییسانو په شتون کې د پلان او پالیسۍ په تالار کې د راتلونکی کال د بودیجې چمتوکولو د همغږۍ غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د مالي برخې سلاکاران حاضرینو ته د راتلونکی کال د تدوین شوې بودیجې طرحه تشریح او د خپلو نظرونو او وړاندیزونو د شریکولو غوښتونکي شول.
په غونډه کې شته رییسان او سلاکاران د موضوع اړوند خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال دکرنې وزارت د اړتیاوو پر اساس د بودیجې د ځواب ورکولو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: «د تېرکال ستونزو ته په کتو د روان کال بودیجه ترتیب شوې ده، ترڅو راتلونکی کال وکولای شو، چې له سږکال څخه ښه کار وکړو او دکرنې او مالدارۍ سکټور ته وده ورکړو. ستاسو رییسانو او سلاکارانو نظرونه اړین دي، ترڅو د اسلامي امارت د چارو اداره کې یې په هکله دفاع او د قناعت وړ دلیلونه وړاندې کړو، چې د امارت د رهبرۍ له خوا د منلو وړ وګرځي.»
ښاغلی فضلي زیاته کړه،چې سږنی بودیجه درې برخې لري، چې د وزارت متخصصین، رییسانو او رهبرۍ یې په هکله خپل نظرونه ورکړي دي او تهیه شوی دی، دا درې برخې د ۱۴۰۲ یم کال د تشکیل بودیجه، عادي بودیجه او پراختیايي بودیجه ده.

تدویر جلسه هماهنگی تهیه بودجه سال آینده وزارت زراعت
۲۵ دلو ۱۴۰۱ هـ.ش
جلسه هماهنگی تهیه بودجه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری و روساء این وزارت در تالار ریاست پلان و پالیسی این اداره برگزار شد.
در این جلسه مشاوران بخش مالی طرح بودجه تدوین شده سال آینده را به  حاضرین تشریح نموده و خواستار شریک سازی نظریات و پیشنهادات شدند.
روساء و مشاوران حاضر نیز پیرامون موضوع نظریات خویش را شریک ساخته و پیشنهادات شان را مطرح نمودند.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در مورد جوابگو بودن بودیجه مطابق به نیاز وزارت زراعت صحبت نموده گفت:" بودجه امسال با توجه به مشکلات سال گذشته ترتیب شده تا در سال آینده بتوانیم بهتر از امسال کار کنیم و سکتور زراعت و مالداری را رشد دهیم. نظریات شما روساء و مشاوران ضروری است تا دراداره امور امارت اسلامی در مورد آن دفاع و دلایل قناعت بخش ارائه گردد تا از سوی رهبری امارت قبول گردد".
آقای فضلی افزود که بودجه امسال شامل سه بخش می‌شود که متخصصان و روساء  و رهبری وزارت در مورد آن نظر داده و تهیه شده است این سه بخش‌ها عبارت از بودجه تشکیل، بودجه عادی و بودجه انکشافی سال ۱۴۰۲ می‌باشد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت