دکرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس د کابل ولایت د اراضي رییس سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۰:۱۵
دکرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس د کابل ولایت د اراضي رییس سره وکتل

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني، د کابل د ځمکو چارو ریاست رییس مولوی عبدالباري شهاب سره د کتنې په ترڅ کې د چوپړتیاوو وړاندې کولو د لاښه کولو په هکله خبرې اترې وکړې.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني د کابل د ځمکو چارو ریاست کې د ځمکو د بانک انجنیري څانګې د فعالېدو په هکله خبرې وکړې او په چارو کې د ګډوډۍ پر مخنیوی ټینګار وکړ. هغه دکابل د ځمکو چارو رییس څخه وغوښتل، چې خپلې چارې په پوره همغږۍ او همکارۍ مخته یوسي.
په همدې حال کې د کابل د ځمکو چارو رییس مرکز زون کې د غیر پلاني سیمو پر اوسیدونکو د ملکیت د سند پر وېش، په یاد ریاست کې د ځمکو بانک د انجنیری شعبې بیا فعالېدل او په چارو کې همغږۍ په پام کې نیولو باندې خبرې وکړې.

دیدار رییس عمومی اراضی وزارت زراعت با رییس اراضی ولایت کابل
ملا عبدالرحمن رحمانی رئیس اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با مولوی عبدالباری شهاب رئیس اراضی ولایت کابل دیدار نموده و در مورد بهتر سازی ارایه خدمات  بحث و تبادل نظر نمودند.
ملا عبدالرحمن رحمانی رئیس عمومی اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مورد فعال شدن شعبه انجنیری بانک زمین در ریاست ارضی کابل صحبت نموده و تاکید بر جلوگیری از پراگندگی کرده و رییس اراضی ولایت کابل خواست تا کار ها را با هماهنگی و انسجام کامل به پیش ببرد.
رئیس اراضی کابل در مورد توزیع سند ملکیت به ساکنان ساحات غیر پلانی در زون مرکز و دوباره فعال شدن شعبه انجنیری بانک زمین در آن ریاست و درنظر گیری هماهنگی در پیشبرد امور بحث نمود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

بازگشت