کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۴:۴۱
کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې

۲۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد ټیم رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ ارغنداب ولسوالی ته سفر وکړ.
ددې سفر په ترڅ کې د تخنیکي پلاوی غړي، د امنیه قومندانۍ مرستیال ملا نورالله مدثر، د څارنوالی رییس مولوی غوث الدین ثاقب، د ښار جوړونې رییس مولوی عبدالمتین عاشق، د کدستر آمر احسان الله الهام، د قضایای امارت آمر مولوی تاج محمد خلیلي،، د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازی او د مستوفیت استازی دکندهار دکرنې رییس او د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی مشر مولوی محمد مظلوم ملتیا کوله.
د دې سفر موخه د ارغنداب ولسوالی د شاه تورو په سیمه کې د ۱۵ زره جریبه دولتي ځمکې ارزونه او نظارت و، چې د کدستري نقشې له مخې امارتي ځمکه تثبیت شوه.
یاد پلاوي په دې سفر کې د د ارغنداب ولسوالی له یوشمېر قومي مخورو سره وکتل او د ځمکو تشخيص، تثبیت کولو او د شخړي او لانجي او هوارولو په اړه له دوی سره خبرې اترې وکړې.
د یادې ولسوالی له مشرانو او اوسیدونکو سره په غونډه کې، د ځمکې غصب مخنیوی کمیسیون د مشرانو له خوا دغه راز د ځمکي غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د فرمان او د اسلامي امارت د کابینې پرېکړې په پار هم ټولو مشرانو ته مالومات وړاندې کړل او له دوی څخه وغوښتل، چې د امارتي ځمکې د غصب څخه دې لاس واخلي او غصب شوي ځمکې دې بېرته امارت را وګرځوې او د امارت د قانون او اصولو پر اساس دې ځمکې په اجاره ونیسي.
باید وویل شي، چې کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اراضۍ ریاست د ځمکو د تصفیې په ریاست کې د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ارزونې او همغږۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، څو د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په څلور دېرشم نندارتون کې،. . .

بازگشت