د ننګرهار دکانال ریاست: د نږدې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د محافظتي پولې جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۲:۲۲
د ننګرهار دکانال ریاست: د نږدې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د محافظتي پولې جوړولو چارې پیل شوې

۲۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهارکانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند په څلورم فارم کې د یو محافظوي پولې جوړولو چارې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم، د ننګرهارکانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، کرنیزو شرکتونو استازو او یوشمېر نورو چارواکو په شتون کې رسماً پیل شو. په لاسونو  رسمآ پېل شوی . 
دغه محافظتي پوله د ۳۵ کرنیزو شرکتونو په شاوخوا ۲۰ میلونه افغانیو مالي لګښت جوړېږي، چې په جوړېدو سره یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو له ګواښه خوندي او په همدې اندازه ځمکه به پرې خوړبه شي. 
د یادونې ده چې دغه محافظوي پوله سېلابونو او ډېرو اوبو راوتو له امله تخریب شوې وه، چې سلګونه جریبه ځمکه له ستر ګواښ سره مخ کړې وه، چې ددې پولې په جوړېدو سره د دغو ګواښونو مخه نیول کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت