د کرنې وزارت مالي او حسابي رٸيس د کندهار د کرنې رٸيس سره وليدل

user-admin
جمعه ۱۴۰۱/۱۱/۲۱ - ۱۳:۲۶
د کرنې وزارت مالي او حسابي  رٸيس د کندهار د کرنې رٸيس سره وليدل

 د کرنې وزارت مالي او حسابي چارو 
 رئیس مولوي ضیا الدین واقف د کندهار ولايت دکرنی رئیس مولوی محمود مظلوم او کارکـونکو سره ليدنه تر سره کړه.
په دې لېدنه کې، چې د کرنې ریاست ټولو آمرینو او مدیرانو ګډون کړی وو لومړى د کندهار د کرنې رئیس مولوی محمود مظلوم راغلي هئیت ته د ښه راغلاست وويل ورپسې د مالی او حسابي  رئیس مولوی ضیا الدین واقف خبری وکړی او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  وزارت  د راتلونکی کال پلانونه یی دوی ته تشریح کړل او روښانه يې کړه چې، څنګه کولی شو، چی د کرنې وزارت عواید زیات  او له کومو لارو څخه خپل عواید راټول کړو.
وروسته په ترتيب د کرنې رياست کارکونکو خبری وکړی او خپل پلانونه او وړانديزونه  یی ورسره شریک کړل او  مالی او حسابی رئیس دوی ته ډاډ ورکړ چي ستاسو مشکلات به تر وزارت مقام پوری رسوي او د حل لاره به ورته پیدا کوی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت