دکرنې وزیر د بلخ والي سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ - ۱۲:۲۳
دکرنې وزیر د بلخ والي سره وکتل

۱۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري او ورسره مل پلاوی مزار ښار ته د سفر په ترڅ کې د بلخ والي مولوی محمد داود مزمل، د بلخ امنیه قومندان مولوی قدرت الله سیف الله او د مولانا جلال الدین بلخې هوايي ډګر قومندان سره وکتل.
په دې لیدنه کې دکرنې وزیر بلخ ولایت ته دخپل سفر موخه د کرنې وزارت له خوا د جوړ شوی مسلخ افتتاح او دکرنیزو فعالیتونو د وضعیت ارزول وبلل.
دا غونډه، چې د مزار په هوایي دګر کې جوړه شوې وه دکرنې وزیر د مسلخونو په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: «مسلخونه د ذبحې او د څارویو د محصولاتو پاک کارۍ په موخه مناسب ځایونه دي، ترڅو خلکو ته حلاله او صحي غوښې عرضه شي، د بلخ په ولایت کې هم یو ستر او معیاري مسلخ جوړه شوې ده، چې موږ یې افتتاح کوو ترڅو خپل فعالیت پیل کړي.»

دیدار وزیر زراعت با والی بلخ 
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراهش در سفری به شهر مزار با 
مولوی محمد داود مزمل والی بلخ، مولوی قدرت الله سیف الله قوماندان امنیه بلخ و قوماندان میدان هوایی مولانا جلال الدین محمد بلخی دیدار کرد.
 در این دیدار وزیر زراعت هدف سفرش را به ولایت بلخ افتتاح مسلخ وزارت زراعت و بررسی وضعیت کلی فعالیت‌های زراعتی 
عنوان نمود. 

 این دیدار که در میدان هوایی مزار صورت گرفت وزیر زراعت در مورد ارزش مسلخ‌ها معلومات داده گفت" مسلخ‌ها مکان‌های مناسب برای ذبح و پاک  کاری محصولات حیوانات می‌باشد تا گوشت حلال و صحی به مردم عرضه کنند، یکی از مسلخ‌های مجهز و معیاری در ولایت بلخ جور شده که  افتتاحش می‌کنیم تا فعالیت را آغاز کند".

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت