دننګرهار بهسودو کې د ګلبهار کلی د کانال د بیارغونې چارې پیل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۱:۵۳

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د بهسودو په ولسوالی کې د ګلبهار دکلي کانال د بیارغونې چارې پیل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یاد کانال د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» په مالي او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې «FGA» په تخنیکي همکارۍ د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نهو میاشتو په ترڅ کې رغول کېږي.
د چارواکو په خبره ددې پروژې په ترڅ کې ۱۹۲ متره نوی کانال رغول کېږي او ترڅنګ یې ۳۲۴۰ متره پخوانۍ کانال هم پاک کاري کېږي.
ددې کانال د بیارغونې په ترڅ کې د یادې سیمې ۲۴۷ اوسیدونکو ته د کار زمینې برابرولو ترڅنګ په جوړېدو سره یې زرګونه جریبه کرنیزو ځمکو ته د اوبوخور زمینه برابره او ترڅنګ یې د اوبو د ضایعاتو مخه هم نویل کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت