فراه کې دځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د مرکز اړوند ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۴:۲۶
فراه کې دځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د مرکز اړوند ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت دځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی فراه ولایت مرکز اړوند غلام خان سیمې څخه لیدنه وکړه.
په یاده سیمه کې ۱۰۳۲ جریبه ځمکه امارتي ځمکه تثبیت شوه، چې پخپل سر ودانۍ په کې جوړې شوي دي.
فراه کې دځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د یادې سیمې خلکو ته د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل.
باید وویل شي، چې د فراه ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت