د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې پنځه لسمه غونډه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۵:۳۲
د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې پنځه لسمه غونډه

۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د چارو د لاښه والي د لازمو پرېکړو نیولو اړوند پنځه لسمه غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د پکتیکا ولایت کرنې ریاست کې دائره شوې وه پکې د پکتیکا ولایت دکرنې رییس مولوی محمداسماعیل شکیب د تخنیکي ټیم رییس، او ددې ټیم یوولس کسیزه غړي ګډون درلود.
په پیل کې د پکتیکا کرنې رییس مولوی محمداسماعیل شکیب د پیل وینا وکړه او په هغو ستونزو او مشکلاتو يې رڼا واچوله چې د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم به ورسره د کار په جریان کې مخامخ کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه چې د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم ته د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ډېر دروند مسؤلیت ورسپارل شوی چې د یاد مسؤلیت د ښه پرمخ وړلو لپاره په چارو کې اخلاص او صداقت ته اړتیا ده او یاد تخنیکي ټیم باید په ګډه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ورسپارل شوی مسؤلیت په ښه شان سره ترسره کړي.
د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل او د تخنیکي ټیم د چارو د منظم پرمخ وړلو لپاره ځينې اړين مسایلو اړوند بحث وشو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت