د کرنې وزارت دکرنیزو څېړنو لوی رییس د تاسیساتو پرساتنه او هر اړخیزو څېړنو ټینګار وکړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۵:۱۰
د کرنې وزارت دکرنیزو څېړنو لوی رییس د تاسیساتو پرساتنه او هر اړخیزو څېړنو ټینګار وکړ

۹ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت د کرنیزو څېړنو لوی رییس مولوی نصرت الله طلحه د کرنیزو څېړنو لوی ریاست د توشوکلچر لابراټوار څخه د لیدنې پر مهال د یاد ریاست د تاسیساتو، توکو او وسایلو پر ساتنه او هر اړخیزو کرنیزو څېړنو ټینګار وکړ.
ددې لیدنې په ترڅ کې ښاغلی طلحه وویل: «موږ کرنیزو څېړنو ته اړتیا لرو، غوره کرنه په ټولو برخو کې څېړنو ته اړتیا لري، نو په همدې موخه باید د کرنې پر بېلابېلو برخو څېړنې وکړو او پایله یې له بزګرانو سره شریک کړو.» 
د کرنیزو څېړنو لوی رییس مولوی نصرت الله طلحه دغه راز د کرنیزو څېړنو لوی ریاست د توشوکلچر لابراټوار کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې ددې لابراټوار د تاسیساتو، توکو او وسایلو په ساتلو او خوندي کولو کې هلې ځلې وکړې.
دکرنې وزارت دکرنیزو څېړنو لوی ریاست کې اوسمهال پر بېلابېلو موضوعاتو څېړنې روانې دي، ترڅو د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه لوړ او د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي.
د کارپوهانو په خبره څېړنې د کرنې زړه ده، په بېلابېلو برخو کې د لا ډېرو څېړنو په ترسره کولو سره کولای شو، چې پرمختګ وکړو او خپل کرنیز محصولات زیات کړو، ترڅو ورسره د کرنیزو محصولاتو د تولیدوونکو ژوند چې بزګران دي مثبت بدلون وکړي او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې لا ډېره ونډه واخلي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت