د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست: د سویډن کمېټې فعالیتونه پنځو نورو ولسوالیو ته هم غځېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۱۵:۵۰
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست: د سویډن کمېټې فعالیتونه پنځو نورو ولسوالیو ته هم غځېږي

۸ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو په دې ولایت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېتې د آبادۍ پروګرام چارواکو سره په کتنه کې د یاد پروګرام په هکله خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د آبادۍ پروګرام چارواکو په تېر یوه کال کې د یاد پروګرام د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست له چارواکو سره شریک کړل.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د آبادۍ پروګرام چارواکو دغه راز وویل، چې تېر کال ددې پروګرام کړنې او فعالیتونه یوازې د میدان وردګو ولایت د چک په ولسوالی کې وه، خو سږ کال دوی په پام کې لري، چې «سیدآباد،چک، نرخ، جغتو او دایمیرداد» ولسوالیو ته هم ددې پروګرام کړنې او فعالیتونه وغځوي. دوی د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست څخه وغوښتل، چې د مرکزي دفتر د هدایت پر اساس دې د راتلونکې کال لپاره خپل پلانونه له دوی سره شریک کړي.
په همدې حال کې د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکو د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د آبادۍ پروګرام چارواکو څخه د مننې ترڅنګ د انجې (هنګ) ترویج، د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، د زعفرانو ترویج، د رومي بانجانو او د مڼو د پروسس او بسته بندۍ د مرکزونو رغول، د اوبولګولو په برخه کې د ورخونو جوړول او د اوبو د مدیریت او کنټرول په برخه کې پروژې پلي کول او د مالدارۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت