د زیتونوحاصلاتو زیاتوالي په پارهڅې؛ کانال ریاست کې یې ونو ته پاملرنه زیاته شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۴:۵۸
د زیتونوحاصلاتو زیاتوالي په پارهڅې؛ کانال ریاست کې یې ونو ته پاملرنه زیاته شوې

۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
زیتون له ارزښتناکو ګیاوو څخه دي، چې د هېواد په ختېځو ولایتونو کې یې ونې شتون لري.
کابو پنځه لسیزه مخکې د زیتونو فابریکې په جوړېدوسره د زیتونو بڼونه هم جوړل شول. په ننګرهار کې د زیتونو د کرکېله سیمه زرګونه هکټارو ته رسیږي، چې د ننګرهار په کانال کې شتون لري.
د چارواکو په خبره د ننګرهار کانال ریاست اړوند د څلورم فارم کابو ۲۴۰ هکټاره زیتون بڼونو کې د زیتونو ۴۰ زره او ۸۰۰ بوټي ښاخ بري شوي دي.
 د چارواکو په خبره ددې ترڅنګ چې د زیتونو ونو ښاخ بري دیادو ونو د حاصلاتو په زیاتوالي کې رغنده رول لوبوي، د ښاخ بری په موخه یې لسګونه کاریګر ګمارل شوي دي، چې ښاخونه پرې کوي.
په هېواد کې زیتونو بڼونو ته د پاملرنې له امله ددې ګرانبیې مېوې حاصلات په زیاتېدو دي د ننګرهار ترڅنګ کندهار هم هغه ولایت دی، چې په دې وروستیو کې په کې د زیتونو حاصلات ښه شوي او د زیتونو کاروبار په غوړېدو ده.
زيتون پر دې سربېره چې خوندوره مېوه ده، د هډوکو د خرابېدو، د ځینو سرطانونو، د مفصلونو د درد او التهاب، د هاضمې سيستم د خرابوالي، حساسیتونو، د زړه او ګڼو نورو ناروغیو مخه نیسي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت